د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

دانش: کابل کې د خیمې ټولولو پر مهال تاوتریخوالي کوونکو سره به قانوني چلند وشي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د تحصن د خیمې د ټولولو پر مهال د تاوتریخوالي د عاملینو د پېژندلو په اړه د لویې څارنوالۍ، ملي امنیت او پولیسو له‎خوا څېړنې روانې دي او ډېر ژر به‌یې پایلې له خلکو سره شریکې شي.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش د پنجشنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د پېښې عاملین که هر څوک وي، هغه که د امنیتي ځواکونو له‎منځه وي او که د اعتراض کوونکو له‌منځه، قانوني چلند سره به مخ شي.

دانش: د پېښې عاملین که هر څوک وي قانوني چلند به ورسره وشي.
دانش: د پېښې عاملین که هر څوک وي قانوني چلند به ورسره وشي.

دانش وايي:

"هېڅ‌څوک استثنا نه‎دي، که دغه شخص د امنیتي ځواکونو په منځ کې وي او یا هم د اعتراض کوونکو له‎منځه، موږ په شدت سره د هغې پلټنې کوو او په تېرو دوو ورځو کې څه ناڅه معلومات موږ ترلاسه کړي او کله چې دغه څېړنې بشپړې شي له تاسو او هېوادوالو سره به‌یې شریکې کړو."

ښاغلي دانش دغه‌شان وویل چې امنیتي ځواکونو د امنیت شورا له پرېکړې او امر وروسته د تحصن خیمې د لیرې کولو لپاره اقدام وکړ او امنیتي ځواکونو هېڅ ډول وسله له ځانه سره نه‎لرله.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله له يادې پېښې وروسته په يوه غونډه کې ویلي چې پولیس د اعتراض کوونکو په وړاندې د غیر قانوني اقداماتو اجازه نه‎لري.

د حکومت اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله
د حکومت اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله ویلي چې د تحصن په خیمه کې رامنځته شوې پېښه باید په جدي ډول وڅېړل شي.

بل لور ته د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د پولیسو او اعتراض کوونکو تر منځ د تاوتریخوالي د عاملینو د مجازات غوښتنه کړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یاده پېښه کې د اعجازالحق په نوم د يوه کس وژل کېدل تائیدوي، خو اعتراض کوونکي وايي چې په دغې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې يو شمېر حقوقي کارپوهان وايي، که حکومت ياده پېښه په شفاف او بې‌پرې ډول ونه‌څېړي په حکومت به د خلکو اعتماد ته زیان ورسېږي.

د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر
د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر

د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر وايي:

"دغه پروسه باید شفافه او له خلکو نه پټه نه‎وي، که کوم شخص ملامت دی هغه باید مجازات شي او که مسئله مبهم پاتې کېږي، نو ټول دولت تر پوښتنې لاندې راځي چې دا ډېر خطرناک دی."

ښاغلی رنجبر وايي، د تحصن د خیمې موضوع د ولس موضوع ده او په دې برخه کې حکومت ته په کار ده چې په ډېر دقت او شفاف ډول پر مخ لاړ شي او د پېښې عاملین پرته له کوم فشاره په بې‌پرې ډول د قانون منګولو ته وسپاري.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG