د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

لښکرګاه کې د نننۍ مرګونې حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو واخیست


د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې د لښکرګاه په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۰ ته ورسېد.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک وايي چې په دې پېښه کې تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر ۳۰ تنه دی او تر پنځوس ډېر ټپیان دي.

هغه ازادي راډیو ته وویل په وژل شویو کسانو کې ملکي کسان هم شامل دي.

دغه برید نن غرمه مهال د کابل بانګ مرکزي څانګې ته نږدي پر هغه سرتېرو شوی دی چې د کابل بانک نه يې خپل معاشونه اخیستل.

د پولیسو یوې امنیتي سرچیني ازادي راډیو ته وویل چې د دغه برید په اړه امنیتي ادارو ته له وړاندې له معلومات ورکړل شوي و.

سرچيني د پېښي د مړو او ټپیانو په اړه وویل شاید تر دې هم ارقام لوړ شي.

  • پخواني معلومات

د لښکرګاه په برید کې تر اوسه د پنځلس کسانو د وژل کېدو او د پنځوس کسانو د ټپي کېدو خبر ورکول شوی دی.

د هلمند د والي ویاند وايي، د کابل بانک مخ ته په تر سره شوي موټر بم برید کې په وژل شویو او ټپیانو کې ملکي کسان هم شامل دي.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې د یو شمېر ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی، خو ټول‌يې د لښکرګاه اېمرجنسي روغتون ته رسولي دي.

نن غرمه مهال د یوه ځانمرګي د موټر بم په واسطه د هغه سرتېرو او وسایلو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه چې د کابل بانک مخې ته د خپل معاشونو د اخیستلو لپاره متنظر و.

څو میاشتې وړاندې هم د یاد بانک مخ ته پر همدې ځای د موټر بم برید وشو چې ۱۶ کسان‌يې ووژل او لسګونه نور يې ټپیان کړل.

  • پخواني معلومات

د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په لښکرګاه ښار کې نننۍ انتحاري حملې پنځوس تنه ټپیان کړي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د موټر بم په دغې حمله کې چې غرمه مهال رامنځته شوه پنځوس نفره ټپیان دي او د وژل شویو شمېر لا نه‌دی معلوم.

عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل په ټپیانو کې یو شمېر ملکيان هم شامل دي او پاتې نور هغه سرتېري دي چې د کابل بانک څخه‌يې معاشونه اخیستل.

عمر ځواک زیاته کړه چې برید د موټر بم په واسطه ترسره شوی دی.

  • پخواني معلومات

د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په مرکز لښکرګاه کې د نوي کابل بانک مخې ته موټر بم انتحاري حمله شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادی راډیو ته وویل چې حمله نېږدې ۱۲ بجې هغه مهال وشوه چې دولتي کارمندانو له بانک څخه معاشونه اخیستل.

ښاغلی ځواک زیاتوي چې په چاودنه کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو په اړه‌یې زیات معلومات ورنه‌کړل.

  • پخواني معلومات

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د نوي کابل بانک مخې ته موټر بم انتحاري حمله شوې ده.

له سیمې څخه د ازادي راډیو خبریال وايي چې حمله نېږدې ۱۲ بجې هغه مهال وشوه چې دولتي کارمندانو له بانک څخه معاشونه اخیستل.

تر اوسه په دغې پېښه کې د تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG