د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

د سعودي پاچا خپل زوی محمد بن سلمان ولیعهد وټاکه


د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د یوه شاهي فرمان پر اساس خپل زوی محمد بن سلمان د خپل ولیعهد یا ځای ناسي په توګه ونوماوه.

د سعودي عربستان پاچا د چهارشنبې په ورځ خپل نوی ځای ناستی معرفي کړ.

محمد سلمان د پاچا د وراره محمد نائف ځای ناستی و.

امیر محمد نائف چې په لوېدیځ کې یو پېژندل شوی شخصیت دی، د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت له پسته هم لیرې کړای شو.

یوه بهرني ډیپلومات د سې شنبې په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې محمد بن نائف په دې وروستیو کې د عربستان په یو شمېر سیاسي مسایلو کې ګوښه پاتې شوی او خپل سیاسي واک‌یې له لاسه ورکړی و.

محمد بن سلمان تر دې وړاندې د ولیعهد لومړی مرستیال، د صدراعظم دوهم مرستیال او د سعودي عربستان په کابینه کې د دفاع وزیر و.

د سعودي عربستان په سیاسي جوړښت کې د صدراعظم څوکۍ هم په پاچا پورې اړوند ده او ولیعهد د صدراعظم د لومړي مرستیال مقام لري.

محمد بن سلمان په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د پلار د سلطنت له پیل سره د سعودي عربستان د دفاع وزیر وټاکل شو او د تر ټولو ځوان دفاع وزیر په توګه‌یې شهرت وموند.

مخکې تر دې چې سلمان بن عبدالعزیز د عربستان پاچا شي، محمد بن سلمان ډېر محبوبیت نه‌درلود او د خپل پلار د سلطنتي محکمې د مسؤل په توګه‌یې کار کاوه.

په هغه شاهي فرمان کې چې د سعودي عربستان د پاچا له‌خوا د چهارشنبې په ورځ خپور شو راغلي چې اکثریت لوړپوړي سلطنتي غړي د ولیعهد په توګه د محمد بن سلمان ملاتړ کوي.

د دغه حکم پر اساس د عربستان د سلطنتي شورا له ۳۴ غړو څخه ۳۱ کسانو د محمد بن سلمان انتخاب ته رأیه ورکړه.

محمد بن سلمان په دې وروستیو کې مهم سفرونه درلوده او د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره‌یې هم لیدنې درلودې.

سپینې ماڼۍ ته د نوموړي سفر چې د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې وشو، دې ته زمینه برابره کړه چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او نور امریکایي چارواکي په مې میاشت کې عربستان ته سفر وکړي.

ویل کېږي محمد بن سلمان د قطر په منزوي کېدو کې هم د پام وړ رول لوبولی دی.

XS
SM
MD
LG