د افغانستان دفاع وزارت د امریکا د دفاع وزارت د راپور خلاف د افغانستان د خاورې پر ۹۵ سلنې برخې د حکومتي حاکمیت ادعا کوي.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د پنټاګون هغه راپور نهمني چې ګواکې حکومت د افغان خاورې پر ۶۵ سلنه برخې حاکمیت لري.
ښاغلي وزیري د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له اتو ولسوالیو څخه پرته نورې ټولې سیمې د افغان حکومت په ولکه کې دي.
نوموړي زیاته کړه:
"په ۳۴ ولایتونو کې ولسوالۍ فعالې دي، لویې لارې د ټرافیکو پر مخ پرانیستې دي، دا په خپله د دې ښکارندویي کوي چې افغان حکومت له ۶۵ سلنې څخه پر زیاتې خاورې حاکمیت لري او حتی د افغانستان ۹۵ سلنه خاوره د دولت تر حاکمیت لاندې ده، پاتې نورهیې له لوړو ګواښونو سره مخ ده."
دا په داسې حال کې ده چې پنټاګون یا د امریکا د دفاع وزارت تازه د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې افغان حکومت د ۲۰۱۷ میلادي کال تر لومړیو دوو میاشتو د افغانستان پر ۶۵ سلنه خاورې حاکمیت درلود.
په دغه راپور کې همداراز راغلي چې د حکومت د حاکمیت په کچه کې کموالی راغلی او طالبان د افغانستان د خاورې پر شااوخوا ۱۱ سلنې خاورې کنټرول لري او پاتې نورهیې په منازعه کې ده.
خو له دې یو نیمه میاشت وړاندې د افغانستان لپاره د بیارغونې په چارو کې د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار د یو راپور په خپرولو سره ویلي و چې په تېرو درېیو میاشتو کې حکومتي حاکمیت له اووه پنځوسو څخه شپېتو سلنو ته پورته شوی دی.
د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې په افغانستان کې د امنیت او ثبات کمزوري حاکمیت ته په کتو د پنټاګون له لوري د دا ډول راپور خپرېدل له واقعیت سره اړخ لګوي.
د پوځي چارو کارپوه شهنواز تڼي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا چې حکومت پر ۹۵ سلنې خاورې حاکمیت لري دا خبره منطقي نهده.
نوموړي زیاته کړه:
"ښايي پنټاګون د دې ارقامو په خپرېدو کې د خپل ځان او افغان حکومت مراعت کړی وي، زه فکر کوم چې دولت پر ۶۵ سلنې خاورې هم حاکمیت نهلري، کله چې په یوه ټولنه کې قانون، نظم او ثبات حاکم نهوي څنګه ویلی شو چې حکومت په ۹۵ سلنه خاورې حاکمیت لري، هېڅکلهیې نهلري."
ښاغلی تڼی د دا ډول راپورونو خپرېدل د افغانستان د راتلونکي لپاره د اندېښنې وړ بولي او د قانون پر حاکمیت ټینګار کوي.
نوموړی وايي، تر هغې چې خبرې په عمل وانهوړي او ملي ګټو ته له شخصي ګټو څخه لومړیتوب ورنهکړل شي، په هېواد کې روان ناسم وضعیت به دوام وکړي.
راپور: محمد حدیث پردېس