د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

ضیا بومیا: ځینو رسنیو دقت او معیار د سرعت قرباني کړي


د افغانستان د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمېسیون وايي، که له دې وروسته رسنۍ د راپورونو په خپرېدو کې دقت په نظر کې ونه‌نیسي، عدلي بنسټونو ته به‌یې معرفي کړي.

یاد کمېسیون وايي، که څه هم د رسنیو کارونو د نظام د اصلاح او د حقایقو په ښکاره کولو کې تأثیر لرونکي دي، خو ځیني وخت د کار سرعت د رسنیو باور ته زیان رسوي.

د دغه کمېسیون غړي ضیا بومیا د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې یو شمېر رسنیو د جوزا میاشتې د لسمې خونړۍ پېښې په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال دقت او معیار په پام کې نه‌و نیولی.

د افغانستان د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمېسیون.
د افغانستان د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمېسیون.

نوموړي زیاته کړه:

"وروستیو پېښو په ځانګړي ډول د چهارشنبې پېښې او له هغه وروسته د مظاهرو خبري پوښښ په ډاګه کړ چې ځیني خبریالان او رسنۍ په خپل خبر کې دقت، معیار او بې‌پرېتوب د سرعت قرباني کړي دي. کمېسیون دغه ډله رسنیو ته توسعه کوي، وروسته له دې اخلاقي موازین، خبري معیارونه او نافذه قوانین جداً په پام کې ونیسئ له دې پرته به سرغړونکي او د هغوی قضیې د څېړنو لپاره اړوند ادارو ته وړاندې کېږي."

شااوخوا شل ورځې وړاندې د کابل ښار زنبق څلور لارې ته څېرمه ټانکر بم چاودنې له ۱۵۰ زیات کسان ووژل او ۴۰۰ زیات‌یې ټپيان کړل.

له دې پېښې وروسته د مشرانو جرګې یو شمېر غړو ادعا وکړه چې داسې اسناد په لاس کې لري چې ټانکر بم د ایران د سفارت په دستور د حقاني شبکې له لوري ورته چاودنه ورکړل شوې او دغه طرحه د پاکستان له لوري ورکړل شوې وه.

خو د دې پېښې په تړاو د اریانا نیوز هغه راپور چې ګواکې ټانکر د ولسي جرګې د غړي میرویس یاسیني شرکت پورې تړاو درلود د ښاغلي یاسیني له کلک غبرګون سره مخ او د افغانستان د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمېسیون ته وسپارل شو.

د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمېسیون غړی ضیا بومیا ټینګار کوي چې د اریانا ټلوېزیون په دې اړه رسمي منابع او اسناد وړاندې نه‌کړل، نو د اریانا ټلوېزیون مسؤلین دې له ښاغلي یاسیني څخه بخښنه وغواړي.

د آریانا نیوز خصوصي ټلوېزیون د نشراتو یوه مسؤل ازادي راډیو ته وویل چې هغوی د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمېسیون سره همغږي و او په دې اړه‌یې زیات جزئیات وړاندې نه‌کړل.

صدیق الله توحیدي.
صدیق الله توحیدي.

په ورته وخت کې صدیق‌الله توحیدي چې د دغه راپور د څېړنې د پلاوي غړی و، وايي:

"حکومت او ولس دواړه د قانون په رعایت ملزم دي، موږ په دې برخه کې نافذ قانون لرو، نو رسنۍ هم باید هڅه وکړي چې د رسنیو د نافذه قوانینو په رعایت ځان ملزم وګڼي."

ښاغلی توحیدي وايي، حکومت او ولس دواړه باید د هېواد ناقذه قوانینو ته درناوی ولري، هغه کسان چې سرغړونه کوي مقابل طرف باید د شکایت حق ولري، خو ټینګار کوي چې هېڅ‌څوک هم په هېواد کې د اطلاعي رسنیو مانع نه‌شي ګرځېدلی.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG