د کابل د "فول رزم" سیالیو درېیم پړاو د ۶۰ لوبغاړو په ګډون سره پیل شو.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې د ۱۲ کلونو کم عمره لوبغاړي ګډون کوي.
"فول رزم" د رزمي سیالیو یوه برخه ده چې کانګفو ته ورتهوالی لري او پهکې له لغتو او سوکانو کار اخیستل کېږي.