د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

المصافي لوبډلې د کابل د کرکټ د رمضان کپ اتلولي خپله کړه


د کابل د کرکټ د رمضان کپ په سیالیو کې المصافي لوبډلې اتلولي خپله کړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د روژې په ۶مه پیل شوې وې او تېره شپه‌يې د کابل زلمي او المصافي لوبډلو تر منځ پای‌لوبه تر سره شوه.

نوموړی وايي چې د کابل زلمي لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۴ منډې اسانه هدف وټاکه چې د المصافي لوبډلې د سیالۍ په ۱۱م اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

د دغو سیالیو غوره لوبغاړی شاهد مندوزی وټاکل شو چې د ۱۸۷ منډو تر څنګ‌يې ۱۰ لوبغاړي سوځولي وو.

XS
SM
MD
LG