د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

هوګو لارېنس: پاکستان یو پېچلی هېواد دی او پر افغانستان مستقیم اغېز لري


په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژۍ ته ورځې شمارل کېږي، په کابل کې د امریکا ځانګړی شارژدافیر وايي، دا به د افغانستان پر سیمه‌ییز موقعیت متمرکزه او پراخه ستراتیژي وي.

هوګو لارېنس چې په دې وروستیو کې یې د ستراتیژیکو څېړنو په افغان انسټټیوټ کې څرګندونې کولې، هیله څرګنده کړې چې د بلې میلادي میاشتې تر پای به د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو ستراتیژي بشپړه شي.

هوګو لارېنس د ستراتیژیکو څېړنو په افغان انسټټیوټ کې وویل، افغانستان لومړی هېواد دی چېرې چې د امریکا متحده ایالاتو نوې اداره پر پالېسۍ بیا کتنه کوي.

نوموړی وايي، د افغانستان په اړه د امریکا پر پالېسۍ د امریکا د بېلابېلو ادارو تر منځ پراخ بحثونه شوي چې د دفاع وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د امریکا د ملي امنیت شورا او د ولسمشر د دفتر همکاران او نور لوري په‌کې شامل دي.

د لارېنس په وینا دا د افغانستان پر پالېسۍ د امریکا د حکومت یوه پراخه بیا کتنه ده چې په‌کې افغانستان ته د سیمې په سطحه له یو پراخ لید لوري کتل کېږي.

لارېنس: پاکستان یو پېچلی هېواد وباله چې په وینا یې پر افغانستان مستقیم اغېز لري.
لارېنس: پاکستان یو پېچلی هېواد وباله چې په وینا یې پر افغانستان مستقیم اغېز لري.

هوګو لارېنس چې د ولسمشر بوش او اوباما په ادارو کې یې هم په افغانستان کې د لوړپوړي امریکايي ډیپلومات په توګه کار کړی زیاته کړې چې په پخوانیو پالېسیو کې موږ یوازې پر افغانستان په جلا توګه تمرکز کړی و.

خو د ده په وینا نوې اداره افغانستان ته د سیمې په یوه پراخ تصویر کې ګوري او دا مهال ډېر بحثونه هم پر همدې روان دي.

په کابل کې د امریکا ځانګړي شارژدافیر په دې برخه کې پاکستان یو مهم عنصر وباله او زیاته‌یې کړه چې حکومت‌یې په پاکستان کې د خپلې پالېسۍ پر سمولو ډېر غور کوي.

نوموړي پاکستان یو پېچلی هېواد وباله چې په وینا یې پر افغانستان مستقیم اغېز لري.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې د راتلونکې میاشتې تر پایه پورې به دوی د افغانستان په اړه پالېسي نهايي کړې وي.

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي شارژدافیر همداراز ټینګار وکړ چې دوی د افغانستان د ملي یووالي د حکومت ملاتړ کوي، خو په عین حال کې له حکومت څخه بهر له نورو افغانانو سره هم په تماس کې دي او غواړي په افغان ټولنه کې د روان وضعیت په اړه له هر لوري خبر واوسي.

ښاغلي لارېنس ټینګار وکړ چې د امریکا نوی ولسمشر او نوې اداره هېڅ چېرې نه‌ځي.

د نوموړي په وینا دوی به تر هغه وخته په افغانستان کې پاتې وي تر څو یې چې مأموریت بشپړ شوی نه‌وي او په دې برخه کې هېڅ ډول مهالوېش نه‌لري.

په کابل کې د امریکا ځانګړي شارژدافیر په افغانستان کې وروستیو نا امنیو ته په اشارې وویل چې افغانستان له ستونزمن وضعیت سره مخ دی.

نوموړي پر افغانانو ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سیاسي ثبات لپاره اړتیا ده چې ټول د اوسني حکومت ملاتړ وکړي.

ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله.
ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله.

د لارېنس په وینا ښايي ځیني خلک د ملي یووالي د حکومت د ملاتړ له مفهوم سره مخالف وي، خو د لارېنس په وینا دوی باور لري چې اشرف غني او عبدالله عبدالله تر ډېره په افغانستان کې د سیاسي قواو د صیقل مرکز دی او دوی به تر وروستۍ ورځې پورې د دوی پر مشرتابه د حکومت ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د امریکا ځانګړي شارژدافیر زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال نېکلسن ته زیات واکونه ورکړي څو له افغان ځواکونو سره په مؤثره توګه مرسته او ملاتړ وکړای شي.

نوموړي وویل جنرال نېکلسن دا مهال له افغان حکومت سره کار کوي چې د افغان ملي اردو د ځانګړو ځواکونو شمېر دوه چنده کړي هغه څه چې د ولسمشر غني د څلور کلن پلان یوه مهمه برخه ده.

افغان ملي اردو.
افغان ملي اردو.

ښاغلي لارېنس په افغانستان کې پر ستونزو سربېره په دې هېواد کې په تېرو ۱۵ کلونو کې شوي پرمختګونه د پام وړ او مهم وبلل، پر وخت د ولسي جرګې او ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترسره کولو یې ټینګار وکړ او د افغانستان د راتلونکي لپاره‌یې خوشبیني وښوده.

XS
SM
MD
LG