د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

خامنه‌اي: پر امریکا باور مه‌کوئ، عراقي شیعه ملېشې د داعش ضد اساسي ځواک دی


د ایران مذهبي مشر د عراق له صدراعظم سره.
د ایران مذهبي مشر د عراق له صدراعظم سره.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي پرون سې شنبه په تهران کې د عراق له صدراعظم حیدرالعبادي سره وکتل او ویې‌ویل چې په عراق کې شیعه ملېشه د اسلامي دولت وسله‌والو یا داعش پر ضد د مبارزې لپاره اساسي ځواک دی.

د ایراني مطبوعاتو په حواله،ایت‌الله علي خامنه‌اي پر حیدرالعبادي ټینګار کړی چې پر امریکا دې باور نه‌کوي.

کله چې داعش په ۲۰۱۴ میلادي کال کې داعش د عراق زیاتې سیمې ونيولې او د عراق عسکر او پولیس‌یې له خپلو سیمو تېښتې ته اړ کړل، د شیعه ملېشو ډله د حکومت په ملاتړ کې ودرېده او مرسته‌یې ورسره وکړه چې د د اعش پر ضد ودرېږي.

له هغه راهیسې، د عراق شیعه ملېشه چې ایران‌یې ملاتړ کوي، د داعش پر ضد جنګېږي او داسې ګڼل کېږي چې شمېر یې تر ۶۰ زرو زیات دی.

عراقي شیعه ملېشې د داعش په ځپلو کې ګټورې تمامې شوي.
عراقي شیعه ملېشې د داعش په ځپلو کې ګټورې تمامې شوي.

شیعه ملېشو سږ کال د عراق له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړه چې د موصل ښار زیاتې برخې له داعشیانو ونیسي.

خو هغه سنیان چې د داعش له ولکې په وتلو سیمو کې اوسي، شکایت کوي چې شیعه ملېشه‌یې کورونه چوروي، قتلونه کوي او د خلکو د تښتونې یا اختطاف په ډېرو پېښو کې لاس لري.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله خامنه‌اي د عراق له صدراعظم سره په تهران کې د کتنې پر مهال وویل، داعشیان په عراق کې د ماتې په حال کې دي او دلیل‌یې پر شیعه ملېشو د حکومت باور دی.

خامنه‌اي زیاته کړه چې امریکایان د عراق د خپلواکۍ، اتحاد او د شیعه ملېشو پر ضد دي ځکه د خامنه‌اي په باور، هغوی غواړي چې عراق د خپل قوت ټکی له لاسه ورکړي.

د ایران ولسمشر او د عراق صدراعظم.
د ایران ولسمشر او د عراق صدراعظم.

د ایران ولسمشر حسن روحاني هم پرون د عراق له صدراعظم سره په کتنه کې وویل چې د داعش له وسله‌والو د موصل ښار پاکېدل د ترورېزم د پای ته رسېدو سمبول او د عراق، ایران، سوریې او په سیمه کې د نورو هغو هېوادونو بری دی چې د دې ډلې پر ضد جنګېږي.

خو د امریکا متحده ایالات او غربي متحدان‌يې ادعا کوي چې د موصل په ګډون، په ټوله سیمه کې د داعش پر ضد د مبارزې د بري دلیل د دوی هغه پروګرامونه وو چې د عراق د امنیتي ځواکونو، شیعه ملېشو او کردي پېشمرګه عسکرو د روزنې او هغوی ته‌یې د مشورې لپاره ترسره کړي دي.

امریکا او متحدانو یې د داعش پر ضد په مبارزه کې د عراقي ځواکونو هوايي او ځمکنی، پوځي ملاتړ کړی دی.

ایت‌الله علي خامنه‌اي د عراق صدراعظم حیدرالعبادي ته ویلي چې ایران د کردستان د خپلواکۍ په اړه له هغې ټولپوښتنې سره مخالف دی چې د سپټمبر په میاشت کې به کېږي.

خامنه‌اي ویلي چې داسې حرکت د عراق خپلواکي او د هغه هېواد د خاورې بشپړتیا له ګواښ سره مخامخ کوي.

ایران هم په خپلو لوېدیځو سیمو کې اقلیت کردان لري.

XS
SM
MD
LG