د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې له درېیو ورځو راهیسې د دولتي ځواکونو، داعش او طالب وسلهوالو تر منځ جګړه په شدت سره دوام لري چې پهکې ملکي وګړو ته هم مالي او ځاني زیان اوښتی.
د جوزجان د ولایتي شورا غړې حلیمه صدف وايي چې د یادې ولسوالۍ ۹۵ سلنه خاوره د داعش وسلهوالو او طالب وسلهوالو ځواکونو په تصرف کې ده او خلک له خپلو کورونو څخه نورو سیمو ته د تېښتې په حال کې دي.
آغلې صدف ازادي راډیو ته وویل چې باید سیمې ته نور مرستندویه ځواکونه هم واستول شي، څو داعشیان او د دولت ضد نور وسلهوال په شا وتمبول شي.
صدف وايي چې لاهم د افغان امنیتي ځواکونو، داعش او طالب وسلهوالو تر منځ د درزاب ولسوالۍ په مرکز کې جګړه دوام لري.
هغې زیاته کړه:
"د ولسوالۍ اکثریت خاوره د داوړو ډلو داعش او طالبانو په ولکه کې ده، یوازې په څو امنیتي پوستو کې افغان پوځیان دېره دي او د درېیو لورو تر منځ په شدت سره جګړه دوام لري، خلک هم تېښتې ته مجبور شوي او سیمهیې پرېښې ده."
د جوزجان د والي ویاند رضا غفوري نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې طالبان او داعش ترورېستان د ولسوالۍ له مرکزه په شا تمبول شوي او د درېیو ورځو راهیسې د جګړې په نتیجه کې طالبانو او داعش ډلې ته په ګډه سره درانه تلفات اوښتي.
هغه وویل چې ۳۰ تنه د دولت ضد وسلهوال په درزاب ولسوالۍ باندې د حملې په نتیجه کې وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د والي ویاند زیاته کړه چې په وژل شویو کسانو کې د داعش ډلې دوه مشران بشیر او محمود هم شامل دي چې یو تنیې د ازبکستان تبعه دی.
هغه افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه هم معلومات ورکړل:
"په درزاب ولسوالۍ کې د جګړې په نتیجه کې ۳۰ تنه طالب او داعشیان وژل شوي او ۲۰ تنه نور یې ټپیان دي، افغان پوځیانو ته هم تلفات اوښتي ۱۰ تنه شهیدان شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي."
د جوزجان پر درزاب ولسوالۍ د داعش او طالب وسلهوالو په ګډې حمله کې د ازبکستان هېواد ګن شمېر اتباع هم شامل دي.
طالب وسلهوال وايي چې د چهارشنبې په سهار یې د محلي پولیسو لس غړي له ځان سره نامعلوم ځای ته بیولي، دولتي چارواکي د دوی دا ادعا ردوي.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی