د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼوته کتنه


په کابل کې د اعتراض کوونکو د خېمو له ټولولو سره واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم تر دې سرلیک لاندې چې د مظاهره چیانو کمپونه افغان ځواکونو ټول کړل او په شخړو کې یو تن ووژل شو، په یوه مطلب کې لیکي:

افغان امنیتي ځواکونو چې په لاسونو کې یې سوټي و، پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې او په داسې حال کې چې د هغوی خیمې یې ټولولې یوتن یې ووژل شو.

د ورځپاڼې په وینا دغه اقدام کیدای شي د ولسمشر پر ضد نوې مظاهرې ولمسوي. مظاهره کونکي وایي چې افغان چارواکي د دوی په خونديتوب کې پاتې راغلي دي.

واشنګټن پوسټ د رامش نوري په نوم د مظاهرو د یوه تنظیمونکي دا خبره هم را اخیستې چې ویلي یې دي، یو شمېر مظاهره کوونکي نیول شوي هم دي.

امریکایي نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا یوې بلې موضوع ته پام اړولی او د افغانستان حکومت غلې د طالبانو له یوې بیلې شوې ډلې سره مرسته کوي، ترسرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي:

د هلمند ولایت د ګرشک په لانجمنه سیمه کې د سختو جګړو په جریان کې یوې رقیبې ډلې، ځانوژونکي، د سړک د غاړې ماینونه او مقناطیسي بمونه د مقابل لوري د یوه قوماندان په وړاندې وکارول. کله چې جګړه پای ته ورسېده د دواړو خواوو ۲۱ تنه وژل شوي و چې ټول د طالبانو غړي و.

د نیویارک ټایمز په لیکنه د دغو شخړو په نتیجه کې ګرشک د څو محدودو سیمو په جمله کې د دولت تر کنټرول لاندې پاتې شوه او هغه هم له طالبانو د بیلې شوې ډلې په مرسته چې له حکومت سره یې لاس یو کړی دی.

د ورځپاڼې په وینا په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان حکومت غلې د طالبانو د اصلي ډلې په وړاندې د طالبانو له بیلې شوې ډلې سره د وسلو او مهماتو، خوندي لارو او د پټو معلوماتو په ورکولو کې مرسته کړې ده. دغه وسله وال د ملامحمد رسول پلویان دي چې تر ډېره په هلمند کې زیات فعال دي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي:

د طالبانو په منځ کې جګړه یوه نوې پدیده نه ده خو افغان چارواکي دې سیاست ته په پام سره چې که نشي کولای طالبان مات کړي، لږترلږه کولای شي چې د هغوی له دښمن سره چې ستاسو خوا یې نیولې، مرسته وکړي چې هغوی دا کاروکړي.

XS
SM
MD
LG