د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې افغانستان کې روانې جګړې ته پام اړولی


په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د سرتېرو شمېر زیاتوي، د ټرمپ ستراتیژي تراوسه نه ده روښانه، نیویارک ټایمز ورځپاڼه تر دې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي:

کله چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان د جګړې په اړه خپله لومړنۍ مهمه پریکړه وکړه هغه یې له سپینې ماڼۍ یا د امریکا د ویسټ پوینټ له پوځي اکاډمي د ټلویزیوني وینا په ترڅ کې اعلان نه کړه بلکه پر ځای یې پنټاګون تېره اوونۍ په یوه بیان کې تائید کړه چې ولسمشر ټرمپ د دفاع وزیر جېمز متېس ته افغانستان ته په زرګونو نورو سرتېرو د استولو صلاحیت ورکړی، هغې جګړې ته چې له پیلېدو یې ۱۶ کلونه تیریږي او اوس هم په کې ۸۸۰۰ امریکایي سرتېري ښکیل دي.

نیویارک ټایمز لیکي:

ټرمپ چې په ډېره لېوالتیا په خپله ټویټرپاڼه کې د نړۍ په مختلفو برخو کې د جګړې او سولې په اړه لیکنې کوي، د خپلې دغې پریکړې په اړه یې په ټویټر کې هېڅ ونه لیکل خو د ورځپاڼې په وینا د هغې اغېز توپیر درلود.

دا چې ټرمپ پنټاګون ته د دې صلاحیت ورکوي چې په خپله د نورو پوځي اقدماتو په اړه پریکړې وکړي، په بهر کې د امریکا د جګړو په وړاندې د مخکیني ولسمشر بارک اوباما او د امریکا د نورو ولسمشرانو په تګلارو او اقداماتو کې د نوې بڼې ښکارندوي کوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې په افغانستان کې روانې جګړې ته پام اړولی او لیکي:

په داسې حال کې چې امریکایي چارواکي افغانستان ته د څو زره نورو سرتېرو د استولو پلانونه بشپړوي، د دې هېواد په روانه جګړه کې په دې وروستیو کې څو په شاه تګونه پر هغو ستونزو او هم پر هغو اقداماتو تاکید کوي چې د افغانستان په اړه له بېلابېلو تګلارو سره مطرح کیږي.

دا پوښتنې چې له پاکستان سره څه ډول چلند وشي او د افغان وسله والو او هغوی چې له افغانستانه بهر دېره دي، په جلا مبارزو کې څه ډول تعادل وساتل شي، دا موضوع لا ډیره پیچلې کوي.

واشنګټن پوسټ په ګردېز کې د پولیسو پر مرکز د طالبانو حملې ته اشاره کوي چې په موټر بم چاودنه او ډزو کې یې شپږ پوځیان ووژل او یو شمېر ملکیان ټپیان کړل.

ورځپاڼه لیکي:

له دغې حملې یوه ورځ مخکې په بلخ کې د افغان کوماندو یوه سرتېري په ډزو اوه امریکایي سرتېري ټپیان کړل.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه تقریباً هره اوونۍ داسې پېښې پېښیږي چې ورسره د وسله والو طالبانو او د بې رحمه داعش ډلې په وړاندې جګړه کې د پرمختګونو او هم د عادي خلکو د ساتنې په برخو کې د افغان ځواکونو پر وړتیاوو شکونه زیاتېږي.

XS
SM
MD
LG