د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

افغان کرکټ بورډ «ICC»ته د بشپړ غړیتوب غوښتنلیک استولی


د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا«ICC» ته د بشپړ غړیتوب لپاره غوښتنلیک استولی.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، افغانستان د تېرې یوې لسیزې راهیسې د کرکټ په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلي او تمه ده چې د کرکټ بورډ نړیواله شورا به د افغانستان غوښتنه ومني.

افغانستان دا مهال د کرکټ له نړیوالې شورا سره د دوهمې درجې هېوادونو په لېست کې دی چې اېرلینډ، سکاټلینډ او ځېنې نور هېوادونه هم په‎کې دي.

XS
SM
MD
LG