د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۳۰

کورنیو چارو وزارت: د تښتول شوي افریقايي د خلاصون پلټنې پیل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د تښتول شوي افریقايي وګړي د خلاصون لپاره يې پلټنې پېل کړي.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش نن ازادي راډیو ته وویل چې د کابل پولیسو د دغه پېښې د څرنګوالي په تړاو خپلې څېړنې پېل کړي او هڅه کېږي چې ياد افریقايي وګړي ژر تره ژر د تښتونکو له منګولو خلاص شي.

په همدې حال کې د افغانستان د زراعت وزارت ویاند لطف الله راشد ازادي راډیو ته وویل چې، نوموړی د خپل اوسېدو ځای څخه د زراعت وزارت ته د خپلې دندې په لور روان و چې لا تښتول شوی دی.

د راپورونو له مخې دغه بهرنی وګړی چې د کینیا هېواد تبعه ښودل شوی د یکشنبې په ورځ د کابل لویدیځ کې تښتول شوی دی.

XS
SM
MD
LG