د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۲۹

پسرلی: د افغانستان او هند تر منځ هوايي دهلېز پرانیستل کېږي


د افغانستان او هند تر منځ نن دوشنبه رسماً هوايي دهلېز پرانیستل کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام‎الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل چې په لومړي ځل د دغه هوايي دهلېز له لارې هند ته ۶۰ ټنه صادرات لېږدول کېږي.

نوموړی وايي چې د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلېز په پرانیستلو سره به د دواړو هېوادونو اقتصاد وده وکړي.

ښاغلي پسرلي زیاته کړه:

"هوايي دهلېز د افغانستان د خصوصي سکتور او خلکو لپاره خورا اقتصادي ګټه لري، افغانستان اوس‎ مهال له هند سره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري لري او د دغه دهلېز په فعالیت سره به یو میلیارد ډالرو ته پورته شي."

د دغه هوايي دهلېز د پرانیستو په مراسمو کې افغان ولسمشر ګډون کوي او په دغه کارګو کې چې له افغانستانه هندوستان ته لېږل کېږي، تر ډېره کرنیز بوټي، وچه او تازه مېوه شامله ده.

XS
SM
MD
LG