د تخار امنیتي چارواکي وايي، د خواجه غار او خواجه بهاوالدین ولسوالیو هغو سیمو ته تازه دمي سرتېري استول شوي چې وسلهوالو طالبانو نیولي دي.
د تخار ولایت د امنیه قومانداني ویاند خلیل اسیر نن ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو په خواجه غار ولسوالۍ کې اته کلي نیولي خو افغان امنیتي ځواکونو یې پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.
اسیر وايي، مخالفینو یاد اته کلي پرون د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ له لارې نیولي دي.
اخوا د تخار د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ اوسیدونکي شکایت کوي چې په دې ولسوالۍ کې تازه یوه سیمه طالبانو نیولې ده.
د تخار د امنیه قومانداني ویاند خلیل اسیر وايي، خواجه بهاوالدین ته هم تازه دمي عسکر لیږل شوي او ژر به له لاسه تللې سیمې ونیول شي.
د افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو په نښتو کې د مرګژوبلې په اړه څه نهدي ویل شوي.