د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۱۳

ملګري ملتونه: تېر کال ۴،۷ میلیونه افغانان په زور بې کوره شوي


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ یا «یو.ان.اچ.سي.ار» په یوه تازه راپور کې ویلي چې تېر ۲۰۱۶ مېلادي کال څلور اعشاریه اوه میلیونه افغانان په زور بې کوره شوي دي.

د «یو.ان.اچ.سي.ار» دا تازه راپور د جون د ۲۰ مې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور کړی دی.

د دې کمیشنرۍ د بحران په نړیوال کلني راپور کې چې نن دوشنبه د جون په ۱۹مه خپور شوی په‎کې ویل شوي چې دا خلک د تاوتریخوالي، جګړو، د بشري حقونو د نه مراعاتېدو او ځورونو په سبب د خپل کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د «یو.ان.اچ.سي.ار»په تازه راپور کې سوریه هغه هېواد بلل شوی چې په څه باندې ۱۲ مېلیونه بې‎ځایه شویو خلکو باندې د نړۍ لومړی هېواد دی چې ډېر خلک یې یا په دننه هېواد کې بې‎ځایه شوي یا هم نورو هېوادونو ته وتلي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي، په مجموعي توګه په ټوله نړۍ کې تېر ۲۰۱۶ مېلادي کال ۶۵ اعشاریه شپږ میلیونه خلک بې کوره کېدو ته اړ شوي چې دا شمېر له ۱۹۵۰ مېلادي کال راهیسې چې دا کمیشنري تاسیس شوې وه، د بې‎ځایه شویو لوړ شمېر بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG