د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۳۰

ارګ: د سوداګرۍ هوايي دهلیز پرانیستې مراسمو کې به غني هم وي


د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ هوايي دهلیز نن پرانېستل کېږي.

جمهوري ریاست وايي، د هوايي حمل و نقل د دې دهلیز د افتتاح په مراسمو کې ولسمشر اشرف غني هم ګډون کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د دې کارګو په پرانیستې کې به ښاغلی جمهور رئیس د حامدکرزي په نړیوال هوايي ډګر کې ګډون وکړي او بیا به وروسته مطبوعاتي کنفرانس هم ورکړي."

ښاغلي ازاد وویل چې په یادو مراسمو کې د ولسمشر ترڅنګ په کابل کې د هند سفیر او يو شمېر نور افغان چارواکي به هم ګډون وکړي.

افغان او هندي مشرانو تېر میلادي کال د دې دهلیز پر جوړولو موافقه کړې وه.

افغان سوداګر دا ګام د افغانستان د موادو د صاداراتو د پراختیا لپاره یو مهم ګټور ګام بولي.

XS
SM
MD
LG