د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۱۰

یوې مصرۍ محکمې د دغه هېواد د لوی څارنوال وژونکو ته د مرګ سزا غوښتې


د مصر په پلازمینه قاهره کې یوې جنایي محکمې د هغو ۳‍۱ کسانو د مرګ د سزا غوښتنه وکړه چې د هغه هېواد د پخواني لوی څارنوال هشام برکات په وژنه تورن شوي دي.

ټاکل شوې په‎دې اړه د جولای پر ۲۲ مه وروستۍ پرېکړه وشي.

برکات د ۲۰۱۵ مېلادي کال د جون پر ۲۹ مه په خپل موټر کې د یوه ځای پر ځای شوي بم د چاودنې له کبله ووژل شو.

مصر د اخوان‎المسلمین غورځنګ او د حماس ډله چې مرکز یې په غزې کې دی، په‎دې برید کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

خو دواړو ډلو دا ادعا رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG