د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۰۳

ولې د افغانستان د سولې د عالي شورا رئيس تر اوسه کار نه‌دی پیل کړی؟


د افغانستان د سولې د عالي شورا رئيس کریم خلیلي

د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس کریم خلیلي د خپل کار د پیل لپاره د ولسمشر له لوري معرفۍ کېدو ته منظر دی.

که څه هم کریم خلیلي ۱۲ ورځې وړاندې د ولسمشر له لوري د سولې د عالي شورا د رئیس په توګه وټاکل شو، خو لا یې کار نه‎دی پیل کړی.

کریم خلیلي ته یوه نېږدې کس بصیر عباس د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ښاغلی خلیلي د کار د پیلېدو لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ له‌خوا پېژندنې ته منتظر دی.

د ښاغلي عباس په خبره، کریم خلیلي دا مهال له ځینو څېرو او نړیوالو بنسټونو سره لیدنې پیل کړې دي.

ښاغلي عباس وویل:

"استاد خلیلي له ځینو څېرو او نړیوالو بنسټونو سره لومړنۍ خبرې پیل کړې دي، خو رسمي ناستې به په ارګ کې د ده د پېژندنې په اړه له جوړېدونکې رسمي ناستې وروسته پیل کړي."

د افغانستان د سولې عالي شورا د پیر سید احمد ګیلاني له مړېنې وروسته رئیس نه درلود، خو له څو میاشتو وروسته د جوزا په ۱۵ مه محمد کریم خلیلي د دغې شورا د رئیس په توګه وټاکل شو.

شورا د خپل کار د پیل راهیسې هڅه کړې چې وسله‌‏وال مخالفین د سولې خبرو ته حاضر کړي.

طالبانو تر اوسه نه‌‏دي حاضر شوي چې د سولې له عالي شورا سره خبرې وکړي، خو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سوله د دغې شورا له لاسته راوړنو ګڼل کېږي.

په همدې حال کې د ارګ ماڼۍ وايي، ډېر ژر به کریم خلیل د سولې د عالي شورا د رئیس په توګه دنده پیل کړي.

د افغان ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د افغان ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ټاکل شوې چې ډېر ژر په یوه رسمي غونډه کې استاد محمد کریم خلیلي د سولې د عالي شورا د رئيس په توګه وټاکل شي."

خو پوښتنه داده چې ښاغلی خلیلي به وکړای شي چې د سولې د عالي شورا چارې بریالۍ کړي او ایا نوموړی د دغې شورا د ریاست لپاره مناسب دی؟

د مشرانو جرګې منشي محمد فیصل سمېع یې په اړه وايي:

"جنګېدونکې ډلې له کریم خلیلي سره مذهبي اختلاف لري، د هغه شخصیت ته درناوی لرو، ځکه د افغانستان له سیاسي څېرو څخه دی، خو تر کومه چې فکر کېږي، تر دې دمه د سولې عالي شورا د خلکو لپاره لاسته راوړنه نه‎لري او د ښاغلي خلیلي په موجودیت کې به هم لاسته راوړنه ونه‎لري."

ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې له پیل څخه څو ساعته وړاندې محمد کریم خلیلي د سولې د عالي شورا د رئیس په توګه وټاکه، هغه ناسته چې ګډون کوونکو هېوادونو پکې د افغان سولې له بهیره د ملاتړ اعلان وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د کابل پروسې د پرېکړو د تعقیب لپاره به په بهرنیو چارو وزارت کې سکرتریت جوړشي.

د نوموړي په خبره، ډېر ژر به پرېکړه وشي چې د کابل د پروسې بله ناسته به کله او چېرته جوړه شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG