د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۱۰

سادات: د سیم کارټونو ثبتولو نوی طرازالعمل چمتو شوی دی


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وايي، د سیم کارټونو د ثبت پر مهال د جعلي هویت نه د مخنیوي په هدف مخابراتي شرکتونو ته نوی طرز العمل استول شوی دی.

سید احمد شاه سادات د شنبې په ورځ په دې اړه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې سیسټم کې د بایو متریک مسئلې ته پام شوی دی.

نوموړي وویل چې په ځینو مواردو کې په یوې تذکره په لسکونه سیم کارټونه راجسټر او فعاله شوي دي.

سید احمد شاه سادات.
سید احمد شاه سادات.

نوموړي زیاته کړه:

"د سیم کارټونو د ثبت په نوي طرز العمل کې یوه دا مسئله راغلې چې باید د سیم کارټ د راجسټر پر مهال د شخص عکس واخیستل شي، دغه شان موږ په کې د بایو میټریک مسئله هم ذکر کړې ده، ستونزه دا نه ده چې سیم کارټونه راجسټر نه دي، تقریباً ټول سیم کارټونه راجسټر دي خو ستونزه دا ده چې معلومات یې جعلي دي."

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې۳۰ میلیونه سیم کارټونه خرڅ شوي، خو د فعالو هغو شمېر یې ۲۴ میلیونه دی.

دغه شان ویل شوي چې ۱۸ میلیونه کسان له انټرنېټ څخه استفاده کوي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، په افغانستان کې پنځه عمده مخابراتي شرکتونه او ۸۰ د انترنیتي خدمتونو شرکتونه فعالیت کوي.

دا چې د سیم کارټونو د ثبت نوی طرزالعمل څه وخت مخابراتي شرکتونو ته استول شوی او دا سیسټم کله او په کومو امکاناتو به عملي شي، معلومات نه دي ورکړل شوي.

خو د افغانستان د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون یو شمېر غړي ټینګار کوي چې د سیم کارټونو په ثبت کې باید له بایو میتریک سیسټم څخه استفاده ونه شي.

مخابراتو وزارت.
مخابراتو وزارت.

د دغه کمېسیون یوه غړې نسیمه نیارۍ ازادي راډیو ته وویل، مخابراتي شرکتونه د خلکو د محرمو اسنادو او هویت د ساتنې وړ نه دي.

نوموړې زیاته کړه:

"بایو مټریک هغه سیسټم دی چې باید تل په خوندي ځایونو کې وي، که د مخابراتو وزارت دا سیسټم د کمپنیو په واک کې ورکړي چې حتی نه شي کولای د خپلو د خپلو سیم کارټونو د غیر فعالولو لپاره یو سیسټم ولري نو دوی به د افغانستان د خلکو له محرمو اسنادو او هویت څخه څنګه ساتنه وکړي."

مېرمن نیازۍ وايي، حکومت باید د یو بل سیسټم په جوړولو سره اعلان وکړي چې غیر فعاله سیم کارټونه دې خرڅ شي او که فعالېږي نه نو بند دې شي.

د نوموړې په خبره که سیم کارټونه ثبت او راجستر نه وي، د نورو ستونزو تر څنګ دا چې یو ځانګړی سیسټم نه دی موجود، د ټلیفونونو د لګښت د مالیې لس سلنه د حکومت پر عایداتو ور زیاتېږي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG