د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

امیري:د اطفایې ولایتي څانګې اکمالاتو او تجهیزاتو ته اړتیا لري


د افغانستان د اطفایې یا اور وژنې چارواکي وايي چې که په ټولو ولایتونو کې د اطفايې ځانګې په بشپړ ډول تجهیز او سمبالې شي، په هېواد کې به د لویو پېښو او ډېر زیان مخنیوی شوی وي.

د افغانستان د اطفايې قوماندان محبوب امیري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی یاده ستونزه په وار وار له دولتي چارواکو سره شریکه کړې، خو دې برخې ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

ښاغلي امیري زیاته کړه:

"۳۴ ولایتونه اکمالاتو، تجهیزاتو او پر مختللو وسایلو ته اړتیا لري، هغه وسایل چې له‎منځه تللي باید بیا بشپړ شي، موږ زر ځله دا ستونزه بیان کړې، تر دې چې د روزنې یو مرکز مو ډېر په سختۍ فعال کړ، له دې مرکزه به لږ تر لږه ۱۰۰کسان فارغ شي چې د نورو معیوبو کسانو ځای به ډک کړي."

د یادونې ده چې په افغانستان کې اطفایه د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د اطفايې د مشر محبوب امیري په وینا، د افغانستان اطفایه په ۳۴ ولایتونو او اتو بندرونو کې څانګې لري، خو د ده په خبره، په داسې وضعیت کې نه‎دي چې پېښو ته رسېدنه وکړي.

دی وايي چې حتی په مرکز کابل کې چې تر ټولو ډېر نفوس لري، هم له سختو ستونزو سره مخ دي.

د نوموړي په خبره، د مرکز کابل په ټولو ۲۱ ناحیو کې یوازې ۶ د اطفايې مرکزونه فعال دي، په داسې حال کې چې دا شمېر باید ۲۱ یعنې د ښاروالۍ د هرې ناحیې په سر یوه څانګه وي.

د معیاري لارو نشتوالی او پر سړکونو د ډېر شمېر موټرو د تګ راتګ له امله د خلکو نه مرسته د افغان اطفایو بله هغه ستونزه ده چې د چارواکو په وینا سیمې ته پر وخت د اطفايې د رسېدو مخه نیسي او زیانونه ډېرېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په تخار کې د اور لګېدنې په یوې تازه پېښه کې شااوخوا ۲۰۰ دوکانونه وسوځېدل.

ویل کېږي چې د تخار اطفایې ونشو کړای چې په خپل وخت سره اور مړ کړي چې بیا یې اور د کندز اطفایې په ملګرتیا مهار کړ.

د کورنیو چارو وزارت هم په دې برخه کې ستونزې تائیدوي، خو وايي چې هواري ته یې پاملرنه شوې ده.

د یاد وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل، هیله ده چې د نړیوالې ټولنې په مرسته د اطفایو ټولې څانګې په عصري وسایلو سمبال شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش

ښاغلی دانش وایي:

"په ځينو ولایتونو کې تجهیزات ښه شوي دي، خو له بده‎مرغه په تخار کې اوس هم له لومړنیو وسایلو استفاده کېږي، موږ دا ستونزه په نړیوالو کنفرانسونو کې تر نړیوالو رسولې ده، د کورنیو چارو وزارت هڅه کوي چې دې برخې ته پاملرنه زیاته شي."

ښاغلي دانش وویل، که له افغانستان سره مرسته کوونکي هېوادونه په نېږدې راتلونکې کې دوی ته مالي امکانات برابر کړي، په ټولو ولایتونو کې به د اطفایو شته ستونزه ډېر ژر هواره شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG