د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

جنرال باجوه: پر یو بل تورونه لګول ترهګرۍ ته ماتې نه شي ورکولای


د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه وايي، پر خپلو مسؤلیتونو په سترګو پټولو او پر یو یل د تورونو په لګولو ترهګرۍ ته ماتې ورکول ناشوني دي.

د پوځ مشر دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې افغان حکومت په دې وروستیو کې په کابل او د افغانستان په نورو برخو کې تر خونړیو ترهګریزو بریدونه وروسته تور ولګاوه چې وسله والو مخالفینو دا بریدونه په پاکستان د دغه هېواد د استخباراتي ادارې په مرسته پلان کړي و.

خو د پوځ مشر د جمعې په ورځ ناوخته د اسلام اباد په نيشنل ډيفينس يونيورسټۍ کې د قامي امنيت او د جنګي حالاتو په اړه زده کوونکو ته په خپله وينا کې د کوم هېواد د نوم اخیستو پرته ویلي، پر بل تورونه لګول د ترهګرۍ د مخنیوي او په له منځه وړلو کې مرسته نه شي کولای.
د پوځ مطبوعاتي څانګې ISPR په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې د جنرال جاوید قمر باجوه په حواله ویلي:
"د ترهګرو هېڅ مذهب، نسل یا رنګ نه وي او موږ له توپیر پرته د ترهګرۍ د پدیدې د جرړو په وېستو لپاره جګړه کوو."

نوموړي همدااشان په پاکستان کې د ترهګرو او د هغوی د سهولتکارانو پر ضد په رد الفساد پوځي عملیاتو کې د ترهګرو د ریښې وېستلو هوډ کړی، خو د دې ترڅنګ یې د کوم هېواد له نوم اخیستو پرته ویلي:

باجوه.
باجوه.

"د سیمې ځینې هېوادونه پر خپلو مسؤلیتونو سترګې پټوي او یوازې پر نورو تورونو لګوي چې دا د ترهګرۍ په ماتولو کې هېڅ ګټه نه لري."

ښاغلي باجوه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په دې وروستیو کې د پاکستان له افغانستان او هندوستان دواړه سره اړیکي کړکېچنې شوي دي.

دواړه هېوادونه پر پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره کې یې داسې وسله والو ډلو ته پټنځایونه ورکړي دي چې له هغه ځایه دا وسله والې ډلې په ګاونډیو هېوادونو کې د دوی په وینا ترهګریز بریدونه کوي.

له بلې خوا د پاکستان یو بل ګاوڼدي هېواد ایران هم د روان کال په اپریل میاشت کې د وسله والو په برید کې د خپلو ۱۰ سرحدي ځواکونو تر وژل کېدو وروسته تور ولګاوه چې په دغه برید کې د پاکستان خاوره کارېدلې او له دې هېواده یې وغوښتل چې د وسله والو ترهګرو پر ضد دې جدي اقدامات وکړي.

خو پاکستان بیا دا تورونه ردوي، خپله خاوره د چا پر ضد پر نه کارېدو ټینګار کوي او وايي چې دا هېواد د افغانستان په ګډون پخپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو کې امن او له هغوی سره ښې اړيکي غواړي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG