د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې په چوکاټ کې نن د شنبې په ورځ رسماً د اسکای رنینګ فدراسیون پرانیستل شو.
د المپیک د ملي کمېټې د مطبوعاتو د برخې مسؤل منور شهزاد نن ازادي راډیو ته وویل چې د Sky Running فدراسیون په افغانستان کې به ۲۰۱۱ مېلادي کال راهیسې په کابل، بامیان، میدان وردګ او مزار شریف ښار کې فعالیت درلود.
د اسکای رنینګ فدراسیون اوس مهال په افغانستان کې له ۴۰۰ څخه زیات لوبغاړي لري.
اسکای رنینګ د ځغاستې لوبه ده چې لوړو غرونو کې تر سره کېږي.