د جاپان په سواحلو کې د امریکا د سمندري ځواکونو د یوې جنګي بېړۍ او یوې لویې باروړونکي کښتۍ د ټکر له کبله د امریکا د سمندري ځواکونو اوه تنه لادرکه دي او درې تنه ټپیان دي.
په ټپیانو کې کاپیتان هم شامل دی.
د جاپان ساحلي ساتونکو او د امریکا سمندري ځواکونو ویلې چې دغه پېښه نن سهار شوې ده.
د جاپان د ساحلي ساتونکو ویاند یوشي هیتو نکامورا «Yoshihito Nakamura» ویلي چې د ژغورنې ډلې د اوو ورکو شویو کسانو په لټه بوخت دي.
ګمان کېږي چې دغه کسان په سمندر کې ډوب شوي وي او یا د امریکا د جنګي بېړۍ په ویجاړه شوې برخه کې ایسار شوي وي.
امریکایي ځواکونه وایي، د فیتز جرالډ کښتۍ له ایکس کریستال ۵۶ کښتۍ سره چې د فیلیپین بیرغ ورباندي وو، د جاپان د یوکوسا ښار په ساحلي څنډو کې ټکر شوې ده.
د امریکا سمندري ځواکونه په دغه ښار کې یوه پوځي اډه لري.