د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

لندن کې مظاهره چیانو د یوې ودانۍ د سوځېدو په باب د سپیناوي غوښتنه وکړه


لندن کې ۲۴ پوړیزه ودانۍ چې څو ورځې مخکې پکې اور ولګېد.
لندن کې ۲۴ پوړیزه ودانۍ چې څو ورځې مخکې پکې اور ولګېد.

قهرجنو مظاهره چیانو پرون د بریتانيې له صدراعظمې څخه په لندن کې د یوې ودانۍ د سوځېدو د پېښې په باب د سپیناوي غوښتنه وکړه.

مظاهره چیانو پر تریزا مې چې له زیانمنو شوو سره د مرستو د اعلانولو لپاره ورغلې وه، چغې ووهلې او هغه يې اړ کړه چې له سیمې ووځي.

د بریتانيې صدراعظمه تریزا مې پرون وروسته تر هغې د قهرجنو مظاهره چیانو له اعتراض سره مخ شوه چې د لندن د اورلګېدنې د وروستۍ پېښې له قربانیانو سره يې مالي مرسته اعلانوله.

د رویټرز خبري اژانس په وینا مظاهره چیانو د صدراعظمې په موټر پسې منډې ووهلې او هغه يې اړه کړه چې سیمه پرېږدي.

لندن کې د یوې ودانۍ سوځېدو په اړه د خلکو خواشیني.
لندن کې د یوې ودانۍ سوځېدو په اړه د خلکو خواشیني.

تریزا مې د اورلګېدنې په پېښه کې د قربانیانوله کورنیو او زیانمنو شوو سره د ۶ اعشاریه څلور میلیونه ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

خو اعتراض کونکي انتقاد کوي چې ولې صدراعظمې تریزا می له زیانمنو شوو کورنیو سره ناوخته وکتل.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د لندن په لوېدیځ کې په یوه ۲۴ پوړیزه ودانۍ کې د اورلګېدو له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شول او ودانۍ په بشپړ ډول د اور د لمبو ښکار شوه.

اوس هم د ژغورولو ډلې او اور مړ کونکي افراد د سوځېدلې ودانۍ په خرابیو کې د مړه شوو د پاتې شینو په لټه کې دي.

د لندن د لوېدیځ د پولیسو قوماندان سټارټ کونډي وویل د اورلګېدنې په دې پېښه کې ۲۴ کسان ژوبل شوي چې د ۱۲ روغتیايي وضیعت يې نازک دی.

نوموړي وویل د پېښې د علت د معلومولو لپاره پلټنې پیل شوي دي خو په دې اړه تر اوسه هېڅ نښې نښانې نشته چې وښيي دا اور په قصدي ډول لګول شوی دی.

راپورونه دا هم وايي، د لندن د وروستۍ اور لګېدنې په پېښه کې ۷۰ کسان چې په سوځېدلې ۲۴ پوړیزه ودانۍ کې وو لادرکه دي او ښايي له دې ډلې یو شمېر په موندل شوو مړو کې وي.

XS
SM
MD
LG