د لاسرسي لېنکونه

چارواکي: ارزګان کې د یوه طالب قوماندان په ګډون ۶ وسله‌وال وژل شوي


د ارزګان ولایت سیمه‎ييز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې، تېره شپه د وسله‎والو طالبانو بریدونه په شاتمبولي دي.

په دغه ولایت کې د ملي پولیسو د لومړي کنډک قوماندان ملک زین‎الله ازادي راډيو ته وویل، تېر شپه وسله‎والو طالبانو د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند شاه‎منصور سیمه کې پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې وروسته د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري پرې هوايي او ځمکني بریدونه وشول چې پر مهال یې د یوه طالب قوماندان په ګډون ۶ وسله‎وال طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.

نوموړی وايي، د یادو بریدونو پر مهال پو افغان پولیس هم ټپي شوی دی.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG