د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۱۸

اکلیل حکیمي جنوبي کوریا کې د افغانستان د پانګونې پر فرصتونو غږېږي


د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي جنوبي کوریا ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د شنبې په ورځ د آسیا بنسټېزې پانګونې بانک یا «AIIB» په دوهمه ناسته کې په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو او د بنستیزو پروژو د تمویل پر لارو چارو خبرې وکړي.

د افغانستان مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه‌راز ښاغلي حکیمي د آسیا بنسټيزې پانګونې بانک له مسؤلینو سره د رېل پټلۍ د رغولو، د افغانستان، پاکستان او تاجکستان تر منځ د ترانزیټي لار ، سوداګریزو بندرونو او په یو شمېر نورو مهمو اقتصادي برخو بحث وکړ.

XS
SM
MD
LG