د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۵ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۲۱

د فراه سوداګر او بڼوال: د کرنیزو توکو لپاره مارکېټ نه‎لرو


د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، په فراه ولایت کې افغان سوداګر او بڼوال د کرنیزو توکو لپاره مارکېټ نه‎لري.

د متشبثینو د عالي بورډ مشر رحم‎الدین حاجي اغا نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په فراه کې بڼوال په ورځ کې څه باندې ۱۱۰۰ ټنه کورني تولیدات لري، خو له بده‎مرغه کرنیز توکي او تازه مېوې یې بازار نه‎لري او په ټیټه بیه پلورل کېږي.

نوموړی وايي چې د کورنیو تولیداتو د بازار د نشتوالي موضوع یې په وار وار له افغان حکومت سره شریکه کړې، خو پاملرنه ورته نه‌کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې سبا یکشنبه د حامد کرزي له نړيوال هوايي ډګره، له افغانستان څخه لومړۍ هوايي کارګو، په مناسبه بیه هند ته انتقالات کوي.

د هوايي کارګو له لارې هند ته انتقالات د افغان سوداګرو او بڼوالو لپاره د صادراتو یوه غوره لار ده چې ویل کېږي، تر دېره به دافغان بڼوالو او بزګرانو یاده ستونزه به هم هواره کړي.

XS
SM
MD
LG