د لاسرسي لېنکونه

د امریکا سنا پر ایران د نورو بندیزونو لګولو موافقه کړې ده


د امریکا د متحد ایالتونو مشرانو جرګې موافقه کړې ده چې پر ایران نور بندیزونه ولګول شي.

د امریکا د سنا دې پرېکړې ایراني چارواکي په قهر کړي دي.

تهران وایي چې دا د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړیو هېوادو ترمنځ له شوي اټمي تړون څخه سرغړونه ده.

د امریکا سنا وایي چې پر ایران یې د نویو بندیزونو تائید د دغه هېواد د بالستیک توغندیو او یو شمېر نورو هڅو لپاره کړی دی او امریکایي چارواکي وایي چې نوي بندیزونه د ایران له اټمي تړون سره ارتباط نه لري.

د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي جګپوړي سلاکار علي اکبر ولایتي وویل، د امریکا د سنا دا اقدام پرته له څه شکه چې د اټمي تړون د موافقې له روحیې څخه سرغړونه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي وویل چې د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام یو مخ قانوني دی.

قاسمي او ولایتي وویل، که چېرته بندیزونه ولګول شي ایران به مناسب ځواب ورته ورکړي.

د امریکا د مشرانو جرګې پرېکړه باید د استازیو جرګه تائید کړي او بیا یې ولسمشر ټرمپ توشیح کړي ترڅو عملي قانوني بڼه خپله کړي.

XS
SM
MD
LG