د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۵ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۲۲

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مکسیکو ته خپل سفر وځنډاوه


د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو ویر ریکس ټیلرسن مکسیکو ته خپل سفر د دې لپاره وځنډاوه چې په واشنګتن کې د قطر او نورو عربي هېوادو ترمنځ راپیدا شوي اختلافات لېرې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه وویل چې راتلونکې اوونۍ به د امریکایي هېوادو په غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جان سالیون د وزیر پر ځای برخه واخلي.

ټیلرسن غواړي چې د قطر، سعودي عربستان، بحرین او عربي متحد اماراتو له چارواکو سره د ټلیفون له لارې خبرې وکړي او دغه مشران قانع کړي چې له خپل منځني اخلافاتو لاس واخلي.

د عربي هېوادونو ترمنځ تېره میاشت هغه وخت اړیکي کړکېچن شول چې سعودي عربستان، بحرین، متحد عربي اماراتو او مصرر له قطر سره روابط قطع کړل او دغه هېواد یې د ترهګرو په ملاتړ تورن کړ.

قطر دا تورونه رد کړې دي.

واشنګتن په داسې حال کې د عربي هېوادونو ترمنځ د ستونزو د هواري کوښښ کوي چې ترکیه، فرانسه، کویت او یو شمېر نور هېوادونه هم د دغو اختلافاتو د لرې کېدو لپاره د منځګړیتوب هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG