د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۰۳

د غزني اب بند ولسوالۍ کې د ټکر له امله اووه تنه وژل شوي


د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د دغه ولایت په اب بند ولسوالۍ کې تېره ورځ د موټر د ټکر له امله د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي دي.

د دغه ولایت والي انجنر عبدالکریم متین د جمعي په ورځ ناوخته ازادي راډيوته وویل چې د موټر دغه ټکر د غزني ولایت اب بند ولسوالۍ د تودې چینې په سیمه کې د فلډر موټر او ټېلرموټر ترمنځ رامنځته شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په وژل شوو کې یوه ښځه ۵ماشومان او یو سړی شامل دي.

نوموړی وايي، د پېښي اصلي لامل د موټر چلونکو بې احتیاطي ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په هم په دغه ولسوالۍ د سړک غاړې ماین ۱۱ ملکې کسانو ته مرګه ژوبله اړولې وه.

XS
SM
MD
LG