د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۱۸

کاپیسا کې د وسله والو ډلو په نښته کې دوه کوچنیان زخمیان شوي


د کاپیسا په اله ساي ولسوالۍ کې د وسله والو ډلو په نښته کې دوه کوچنیان زخمیان شوي دي.

د کاپيسا امنیه قوماندان، محمد رازق یعقوبي بېګا ازادي راډیو ته وویل چې نښته د اله ساي ولسوالۍ د "جنګره" په سیمه کې شوې ده.

یعقوبي ویلي چې پi دې سیمه کې د حکومت وسله وال مخالفین حاکمیت لري، زخمیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

وسله والو ډلو تراوسه پردې پېښه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG