د لاسرسي لېنکونه

د جرمني پخوانی صدراعظم «هلموت کهل» د ۸۷ کلونو په عمر مړ شو


د نړۍ مشرانو د جرمني د پخواني صدراعظم هلموت کهل پر مړينه خواشیني څرګنده کړې او هغه يې د ازادي او د اروپايي ارزښتونو رښتینی ملګری بللی دی.

هلموت کهل ۸۷کلن و او پرون جمعه مړ شو.

د هغه د مړینې دلیل لا ندی څرګند شوی.

هلموت کهل له ۱۹۸۲تر ۱۹۹۰میلادي کاله د لوېدیځ المان صدراعظم و.

هغه د ختیځ او لوېدیځ المان تر یوځای کېدو وروسته، تر ۱۹۹۸میلادي کاله د متحدې جرمني صدراعظم پاتې شوی و.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل ویلي چې هلموت کهل د دې پرشخصیت ډېز اغېز درلود او د هغه سیاسي پرېکړو د دې ژوند بدل کړ.

انګلامېرکل:

"د هلموت کهل مړینه داسې خبردی چې موږ ټول یې غلي کړي یو، ځکه موږ احساس کوو چې د ژوند یوه دوره پای ته ورسېده او مړی د تاریخ برخه کېږي."

د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش ویلي چې کهل د ازادۍ واقعي ملګری و.

XS
SM
MD
LG