د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۱۰

ټرمپ له کیوبا سره د تجارتي اړیکو موافقه لغو کړه


د امریکا د متحدو ایالاتو جهمور ریئس ډونالد ټرمپ له کیوبا سره د مخکني ولسمشر بارک اوباما د ادارې د تجارتي اړیکو موافقه لغو کړه.

ډونالد ټرمپ پرون جمعه په فلوریدا ایالت کې د وینا پرمهال، وویل:

"زه له کیوبا سره دمخنکۍ ادارې موافقه چې په بشپړ ډول، یو اړخیزه ده، لغو کوم او داپرېکړه، له همدې شېبې عملي ده."

ولسمشر ټرمپ ژمنه وکړه چې د کویبا له حکومت سره به د داسې موافقې لپاره هڅې کوي چې د امریکا او د کیوبا د خلکو لپاره به ډېره ګټه ولري.

ټرمپ همدا راز څرګنده کړه چې یوازې د ټولو سیاسي بندیانو د خوشي کېدو او په کیوبا کې د ازادو انتخاباتو د ترسره کېدو په صورت کې به پر هغه هېواد د امریکا بندیزونه لرې شي.

ډونالد ټرمپ پر بارک اوباما نیوکه وکړه چې له کیوبا سره په موافقه کې هغو بنیادي بشري حقونو ته پام نه و شوی چې د راول کاستروحکومت یې ترپښو لاندې کوي.

XS
SM
MD
LG