د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۱۴

په جوزجان ولایت کې د داعشیانو د فعالیت زیاتېدو په اړه اندېښنې


په جوزجان ولایت کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې د حضور پراخ والي د ګاون‌‌‌‌‌‌ډيو ولایتونو اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د بلخ، سرپل، فاریاب او سمنګان ولایتونو خلک او امنیتي چارواکي جوزجان ولایت کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې د فعالیت د زیاتېدو په اړه شکایت لري.

د جوزجان ولایت د امنیه قوماندان رحمت الله ترکستاني په خبره داعشیان په قوش تېپه او درزاب ولسوالیو کې د روزنې و جلب و جذب مرکزونه لري:

"هغوی اکثرا له ښونځو او مدارسو څخه تر شلو کلونو لاندې ځوانان خپلو لیکو ته جذبوي."

دوی له خلکو په زور پیسې زکات او دیم ټولوي، داعشیان په جوزجان کې پر خلکو د دیني مسایلو بدلون هم په زور قبلوي.

هغوی وایي تراویح باید اته رکعت او ویر لمونځ باېد یو رکعت او روژه درې ورځې ترسره شي.

داعشیان نه یوازې له دولت سره بلکې له وسله والو طالبانو سره هم په جګره کې دي.

خو د جوزجان امنیه قوماندان سره له دې چې داعش د دې ولایت امنیت ته لوی تهدېد بولي خو وايي چې د دې ولایت د مرکز نیولو توان نه لري.

د خلکو په باور داعش د کلک مالي ملاتړ څخه برخمن دي او په همدې دلیل یې حضور ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی.

XS
SM
MD
LG