د لاسرسي لېنکونه

م.م وايي د عراق د کرد مېشتې سيمې ټولپوښتنې کې ځان نه شریکوي


ملګري ملتونه وايي، په هېڅ صورت د خپلواکۍ په اړه په هغه ټولپوښتنه کې ځان نه شريکوي چې په پام کې ده د عراق د شمال په کردمېشته سيمه کې يې کردان په سپټمبر مياشت کې وکړي.

په عراق کې د ملګرو ملتونو ځانګړي ماموريت پرون په يوه اعلاميه کې وويل، د دې ټولپوښتنې د مشروعيت په اړه شک لري چې له مخکې يې لا د بغداد د مرکزي حکومت، غربي هېوادونو او ګاونډيو هېوادونو ترکيې او ايران انتقادونه پارولي دي.

د عراق د کردمېشتې سيمې د ادارې رئيس مسعود بارزاني تېره اوونۍ وويل، د دې ټولپوښتنې په مرسته به د کردمېشتې سيمې برخليک معلوم شي چې ايا له عراق څخه جلا شي که نه؟

XS
SM
MD
LG