د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۱۸

عزیزي: سمنګان کې د طالبانو تر ټولو لوی مرکز نیول شوی


د سمنګان چارواکي وايي، په دې ولایت کې یې د طالبانو تر ټولو مهم مرکز نیولی دی.

د سمنګان د والي ویاند محمدصدیق عزیزي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د البرز شپږ په نوم د عملیاتو په ترڅ کې په کوزې دره صوف ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قوماندان قاري انس مرکز د افغان ځواکونو لاس ته ورغی.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه چې د دې پوځي عملیاتو په ترڅ کې لسګونه کلي هم له وسله والو طالبانو څخه پاک شوي دي.

په سمنګان ولایت کې د البرز شپږ په نوم عملیات پنځه ورځې مخکې پیل شول.

XS
SM
MD
LG