د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۱۶

واشنګټن د ۱۲ ترکي امنیتي مامورینو او پولیسو د نیولو امر کړی


د واشنګټن پولیسو د ترکیې د دوولسو امنیتي مامورینو او پولیسو د نیولو امر ورکړی دی.

دا کسان د مې په شپاړسمه امریکا ته د ترکیې د ولسمشر رجب طبیب اردغان د سفر پرمهال پر اعتراض کوونکو په حمله کې په لاس لرلو تورن دي.

د واشنګټن ډي سي د پولیسو قوماندان پیتر نیوشم پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، په مشکوکو کسانو کې امريکايي او کاناډايي اتباع هم شامل دي:

"پوليس توانېدلي د خپرې شوې ويډيو په مرسته په هغه حمله کې دخيل ګڼ مشکوک کسان تشخيص کړي، د سې شنبې په ورځ ښاري پوليسو د ١٦ کسانو د نيولو حکم ترلاسه کړ چې زموږ په باور په هغو حملو کې يې لاس درلود، دوه يې امريکايي اتباع، دوه کاناډايان او نور يې ترکان دي."

د ترکيې ولسمشر اردوغان پرون په انقره کې د وینا پرمهال د امریکا د حکومت دا پریکړه وغندله او پوښتنه یې وکړه چې دا څه ډول قانون دی.

ده ژمنه وکړه چې له سیاسي او قانون لاروچارو به د دې حکم پرضد مبارزه وکړي.

په امریکا کې د ترکیې سفارت ادعا کړې چې اعتراض کوونکو د کردستان د کارګرانو له ګوند پي کې کې سره اړیکي لرل.

په ترکیه کې د دې ډلې پر فعالیت بندیز لګېدلی، خو د واشنګټن ډي سي د پولیسو قوماندان وویل چې له پي کې کې سره د اعتراض کوونکو د اړیکو په اړه هیڅ راز شواهد نشته.

XS
SM
MD
LG