د لاسرسي لېنکونه

شینوارې: م.م او چین د افغان سولې ټینګښت په مقصد هڅې چټکې کړي


د امریکا دفاع وزیرجیمز متېس وايي، امریکا په افغانستان کې د بریا لپاره یوازې پوځي لاره په پام کې نه لري.

امریکايي چارواکو له دې مخکې ویلي چې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې به د سیمې په کچه اقدامات شامل وي.

له بلې خوا د افغان حکومت چارواکي هم د سولې په هڅو کې د نوي خوځښت خبر ورکوي.

په داسې حال کې چې په واشنګټن کې د افغانستان لپاره د امریکا پر ستراتیژۍ کار روان دی د امریکا د دفاع وزیر وايي چې د امریکا د هڅو نتیجه باید په افغانستان کې پخلاینه وي.

جیمز متېس.
جیمز متېس.

جیمز متېس چې پرون د کانګرس د استازو د جرګې د بودجې د کمېټې په وړاندې څرګندونې کولې، که څه هم په دې اړه جزئیات ورنه کړل، خو یادونه یې وکړه چې متحدایالات په افغانستان کې د بریا لپاره یوازې پوځي اقدامات په پام کې نه لري.

د امریکا دفاع وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د افغان حکومت هم د سولې د هڅو د نوي پړاو د پیل خبر ورکوي.

د ولسمشر سلاکاره ملالۍ شینوارې چې پخوا تردې یې د حکومت له وسله والو مخالفینو سره په خبرو کې مهمه ونډه ترسره کړې وايي ملګرو ملتونو او چین په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په مقصد هڅې چټکې کړې دي.

له ازادي راډیو سره په خبرو کې مېرمن شینوارې پردې موضوع نوره رڼا واچوله:

ملالۍ شینوارې.
ملالۍ شینوارې.

"اوس د ملګرو ملتونو سازمان هم بې توپیره نه دی او غواړي چې د سولې په پروسه کې د منځګړي په توګه راوړاندې شي، بل خوا چین هم لېوالتیا ښودلې او د افغانستان حکومت هم لکه څرنګه چې تاسو ولیدل مثبت ځواب ورکړی دی چې پر پاکستان د یوې قوې په توګه فشار راوړي څو د سولې په پروسه کې اغیزمن رول ولوبوي، زه فکر کوم چې دا د پخوا په پرتله ډېر ژور بدلون دی د سولې په پروسه کې."

مېرمن شینوارې دې پوښتنې ته چې ایا افغانستان، د سولې لپاره د هڅو له معادلې څخه پاکستان ایستلی، په ځواب کې وویل چې پاکستان تر هغه د افغانستان د سولې له معادلې څخه نه وځي چې د تروریستي ډلو خوندي مرکزونه پکې وي.

د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس د دوشنبې په ورځ د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته په وینا کې وویل چې د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې به یوازې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره نه بلکې د سیمې په کچه اقدامات شامل وي.

ښاغلي متېس ویلي دي چې د افغانستان د ستراتیژۍ په اړه خپلې سپارښتنې به ډېرژر ولسمشر ډونالد ټرمپ ته وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG