د لاسرسي لېنکونه

د امریکا پولیسو د اردوغان ساتونکو سره شخړې په تړاو دوه تنه نیولي


امریکایي چارواکي وایي، د هغو شخړو په تړاو چې تېره میاشت په واشنګټن کې د ترکیې سفارت مخې ته د ترکیې د ولسمشر د ساتونکو او اعتراض کوونکو ترمنځ وشوې، د واشنګټن ډي سي پولیسو دوه تنه نیولي دي.

دا پېښه د مې پر شپاړسمه شوې وه چې یولس تنه پکې ټپیان شول.

د واشنګټن د پولیسو مشر هغه یوه وحشیانه برید بللی چې د ده په خبره پر یوې سوله ییزې مظاهرې وشو.

د پولیسو مشر و ایي،سنان نارین «Sinan Narin» دویرجینیا اوسېدونکی او ایوب یلدرم «Eyup Yildirim» نیوجرسي ایالت اوسېدونکی دی چې دواړه د برید او شرارت په تور نیول شوي دي.

امریکا کې د ترکیې سفارت مخې ته مظاهرې.
امریکا کې د ترکیې سفارت مخې ته مظاهرې.

دوی به اوس محاکمې ته حاضرېږي.

رسنیو راپور ورکړی چې دغه دوه تنه د شخړو پر مهال د اعتراض کوونکو په ډله کې وو او ټاکل شوې د ترکیې د ولسمشر د څه باندې لسو ساتونکو په وړاندې هم چې په دې پېښه کې ښکېل بلل شوي، دعوا وشي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې د ایوب یلدرم مدافع وکیل ډیویډ هولمن «David Holman»ویلي، موکل یې چې یو سوداګر او د درېیو ماشومانو پلار دی او د سیمې له اوسېدونکو سره نېږدې اړیکې لري، د همدې پېښې په تړاو په مرګ ګواښل شوی دی.

ایوب یلدرم په نیوجرسي کې په توقیف کې دی.

د ترکیې د ولسمشر د ساتونکو او مظاهره کوونکو ترمنځ نښتي د امریکا د کانګرس لخوا په کلکه وغندل شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي د پېښي مسؤلین به محاکمه کېږي.

په واشنګټن کې د ترکیې سفارت دا پېښه د کردستان د کارګر ګوند یا پي کې کې سره تړلې ده چې په ترکیه کې یې فعالیتونه منع شوي دي.

امریکا او ترکیه دواړه پې کې کې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

XS
SM
MD
LG