د لاسرسي لېنکونه

خلک: د ګردېز او پټان ترمنځ لار د ټرافيکو پرمخ تړل شوې ده


د پکتيا ولايت مرکز ګردېز او پټان ولسوالۍ ترمنځ غځېدلې لويه لار د مېرزکې ولسوالۍ په سرکي تنګ سيمه کې د ټرافيکو پرمخ تړل شوې ده.

پر دغه لار چې د پټان، جانخېلو، څمکنيو، لجې منګل، احمدخېل او ځاځي اريوب اوسېدونکي مرکز ګردېز ته تګ راتګ کوي، د سهار له اتو بجو څخه وروسته تړل شوې او تر دې مهاله همداسې تړلې پاتې ده.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې پر دغه لار یو لوی پل د وسله والو طالبانو لخوا د ماینونو په چاودنه نړېدیلی دی.

یاد خلک وايي چې دوی له سهاره انتظار کړی دی خو د لارې خلاصون لپاره کوم درک نه دی لګېدلی، د لارې دوه تنه مسافر وايي:

"زه حيات کريم د څمکنيو اوسېدونکی يم د دغو شپږو ولسواليو لار يې په سرکي تنګ سيمه کې بنده شوې پله ته يې ماينونه ورلاندې کړي او نړېدلی دی تر اوسه پورې هېڅ پته نه لګېږي چې لار به کله خلاصه شي او هېچا پته نه لګېږي."

"زه مرجان د لجې خولې ولسوالۍ اوسېدونکی يم دا لار تړلې ده، خلک په غرونو همداسې ځي راځي خلکو لپاره لاره بنده ده، موټرو کې تګ راتګ نشته او که د چا مريضان وي هغه همداسې په ملا اړوي يا يې که وس نه وي همداسې پاتې وي."

دوی وايي چې که لار همداسې تړلې پاتې شي د روژې په دغو تودو او لويو ورځو کې به له دغو سيمو ښار يا خپلو کورنو ته تلونکي ناروغان او ماشومان له ګڼو ستونزو سره؛ ځکه مخ شي چې ياده غريزه سيمه کې هېڅ دوکان او د خوراک توکي نشته.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال توريالی عبدياني وايي چې دوی د لارې خلاصون لپاره هڅې کړې دي او لار يې د وړو موټرو د تګ راتګ پرمخ تر يو بريده هواره کړې او د لويو موټرو لپاره يې هم دخلاصون هڅه روانه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ کوشش کړی دی چې دغه لار د خلکو په مخ خلاصه کړو خو پول شکېدلی دی مشکل دی موږ يوازې لږ لار هواره کړې چې يو نيم عاجل موټر تګ راتګ وکړي د غټو موټرو په وړاندې ستونزه شته چې موږ يې د حل لپاره اقدام کوو او اوس سيمه کې زموږ ځواکونه د عملياتو لپاره تيار دي او ژر به دغه لار پرانيزو، په دې لار کې وسله والو ماينونو څخه کار اخيستی او خلکو ته يې اذيت جوړ کړی."

دی وايي، د لارې خلاصون لپاره د ملکي او نظامي اداراتو ترمنځ شريک پلان جوړ شوی او په اساس به يې ژر د ټرافيکو پرمخ لار خلاصه شي خو په سيمه کې دواړو لورو ته ولاړو کسانو ازادي راډيو ته د ټليفون پر کرښه وويل چې تر دې مهاله په دغه سيمه کې هېڅ حکومتي پرسونل نه ښکاري.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG