د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

د ولسمشر دوهم مرستیال کابل ښاروال ته د ښار ډيري ستونزې په ګوته کړې


ښاغلي دانش په کابل ښار کې د ښاروالۍ فعالیتونه وستایل.
ښاغلي دانش په کابل ښار کې د ښاروالۍ فعالیتونه وستایل.

په کابل ښار کې د معیاري سړکونو، پارکونو، په ټولو ناحیو کې د څښاک د اوبو، تر ډېره حده د معیاري ودانیو او داسې نورو مواردو نشتوالی هغه ستونزې دي چې د ولسمشر لومړی مرستیال یې په هوارولو ټینګار کوي.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش دا خبرې د پنجشنبې په ورځ د ځینو ښاري سړکونو د جوړولو په هدف د کابل ښاروالۍ او یو شمېر افغان شرکتونو ترمنځ د تړونونو د لاسلیک کولو پر مهال وکړې.

ښاغلي دانش سره له دې چې په کابل ښار کې يې د ښاروالۍ فعالیتونه وستایل خو د کابل ښاریانو د ستونزو د هوارولو لپاره یې د کابل ښاروالۍ پر لا هڅو ټینګار وکړ.

نوموړي وویل:

"سړکونو ته د کابل ښار د ځینو ناحیو نه لاسرسی، د دولتي او غیر دولتي ځمکو غصبېدل، له قانونه د سرغړونو پر وړاندې د غوڅ چلند نشتوالی او داسې نور، هغه ستونزې دې چې باید د دولت د نورو ارګانونو په همغږۍ حل شي."

​ښاغلي دانش د ښاروالۍ اړوند ځینو قوانینو کې د بدلونونو په راوستلو او د ښاري پراختیا لپاره د یوې معیاري تګ‎لارې په جوړولو او پلي کولو ټینګار وکړ.

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب‎زي وویل، د کابل ښار د یو شمېر ناحیو لپاره یې د څه کم څلور سوو کیلو مترو سړکونو د جوړولو پلانونه جوړ کړي چې د روان کال تر پاېه پورې به بشپړ شي.

ښاغلي حبیب‎زي د نویو تړونو د څرنګوالي په اړه وویل:

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب‎زي
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب‎زي

"دا سړکونه په مجموع کې ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري، سربېره پردې د ۹۰ کیلومترو سړکونو پروژه هم تدارکاتو ته سپارل شوې، په هره اوونۍ کې به یو تړون لاسلیکولو ته تیار کړو چې د سړکونو په برخه کې د خلکو ستونزې هوارې کړو."

د کابل ښاروالۍ مسؤلینو وویل، د دغو سړکونو پر جوړولو به ۱۱۳ میلیونه ډالر ولګېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښار او کور جوړونې وزارت ویلي چې په کابل ښار کې شاوخوا ۷۰ فیصده ودانۍ غیر معیاري دي او له همدې له امله لازم خدمتونه نه ورسېږي.

خو کابل ښاروالۍ وايي، د غیر معیاري ودانیو د معیاري کولو لپاره یې قانوني کړن‎لارې جوړې کړي او سره له دې چې پلي کول یې وخت غواړي خو نتیجه به یې ښه وي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG