د لاسرسي لېنکونه

د افغان پوهنتونونو ترمنځ د محصلینو د تکواندو سیالۍ پیلیږي


ټاکل شوې چې ډېر ژر به د افغانستان د پوهنتونونو ترمنځ د محصلینو د تکواندو سیالۍ ترسره شي.

د افغانستان د پوهنتونونو د فدراسیون فني مرستیال ذبیح‎الله شهزاد نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغو سیالیو هدف د نړۍ د محصلینو ترمنځ د هغو نړیوالوالو سیالیو لپاره لوبغاړي انتخابول دي چې په ټایوان کې ترسره کېږي.

د ښاغلي شهزاد په خبره د نړۍ د محصلینو تر منځ هر دوه کاله وروسته سیالۍ ترسره کېږي چې تېرکال په چین او سږکال به په ټایوان کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG