د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

د ختیځو ولایتونو د فوټبال سیالۍ د زونونو ترمنځ پیل شوې


د افغانستان ختیځو ولایتونو د فوټبال د غوره‎لیګ مقدماتي سیالۍ د زونونو ترمنځ پیل شوې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون فني مرستیال یوسف کارګر ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو ترمنځ ترسره کېږي چې هدف یې د سپین‎غر بازانو د فوټبال ټیم لپاره د غوره لوبغاړو انتخابول دي.

نوموړي زیاته کړه چې د یاد ټیم لپاره د لوبغاړوتر انتخاب وروسته به د ۸ زونو ترمنځ به سیالۍ په کابل کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG