د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

د کورنیو چارو وزارت کندهار کې د ملي پولیسو تجهیز کمزوری وباله


د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستیال مراد علي مراد کندهار ته د سفر پر مهال د ملي پولیس تجهیز کمزوری وباله او ژمنه یې وکړه چې د دغه ولایت د ملي پولیسو د پیاوړتیا لپاره به له نړيوالو څخه د ځانګړي مرستې غوښتنه وکړي.

کندهار که څه هم د جنوب د نورو ولایتونو لکه ارزګان، زابل او هلمند په نسبت امن دی خو په دې وروستیو کې د دې ولایت پر شمالي او شمال ختیځو ولسوالیو د وسله‎والو حملې زیاتې شوي او د نورو احتمالي امنیتي ګواښونو ویره هم شته.

د کورنیو چارو وزارت امنيتي مرستیال مراد علي مراد هم له همدې وېرې وايي، د کندهار ملي پولیس د دغه ولایت له نننيو اړتیاوو سره سم تجهیز شوي نه‎دي.

نوموړي د کندهار د ملي پولیسو په ۴۰۴م میوند زون کې د پولیسو د بېلابېلو برخو له استازو سره د کتنې پرمهال وویل، کندهار د هېواد په کچه د جګړې په لومړيو کرښو کې دی او له همدې امله دوی هڅه کوي چې د دغه ولایت د امنيتي ارګانونو د پیاوړتیا له‎پاره د نړيوالو مرسته هم راجلب کړي.

مراد: د کندهار پولیسو د پیاوړتیا لپاره له نړيوالو ځانګړې مرسته غواړم
مراد: د کندهار پولیسو د پیاوړتیا لپاره له نړيوالو ځانګړې مرسته غواړم

دی وايي:

"موږ د پولیسو د اوسنیو تجهیزاتو په اړه او د هغه امکاناتو په اړه چې اوس يې لري؛ یوه شفافه محاسبه کوو، ترڅو ځان اطمیناني کړو خو زه د اوسنیو تجهیزاتو او امکاناتو څخه راضي نه یم او موږ به د هغه نړیوالو دوستانو څخه چې دلته امنیتي قوتونه لري؛ په دې برخه کې مرسته وغواړو ترڅو ستاسې تجهیزات ستاسې ښوونه او روزنه او نور سهولتونه چې د یوه پولیس لپاره ضروري دي درکول شي."

مراد علي مراد همدا راز ژمنه وکړه چې د کندهار د ملي پولیسو د مسلکي وړتیا د لوړولو هڅې يې له لومړيتوبونو څخه دي.

مراد علي مراد وايي:

"ستاسې د ظرفیت لوړونې لپاره، ستاسې د مسلکيتوب لپاره د یوه با عزت او د ویاړمن پولیس په توګه او دا چې د افغانستان خلک هر وخت او په دوامداره توګه په تاسې وویاړي، د دې لپاره موږ خپلې هڅې زیاتوو څو ستاسې ظرفیتونه لوړ او زړور و اوسئ."

د کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال د کندهار د امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو برخه کې د ستونزو یادونه کوي چې تېره میاشت پر یوه وخت وسله‎والو طالبانو د دې ولایت پر څلورو ولسوالیو حملې وکړې او په ګڼ شمېر امنیتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG