د لاسرسي لېنکونه

لندن کې یوې لویې اورلګېدنې لږ تر لږه شپږ کسان وژلي


د بريټانیا په پلازمینه لندن کې د یوې لویې اورلګېدنې په نتیجه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۷۰ تنه نور ټپیان دي.

د تلفاتو شمېر کیدای شي تر دې زیات شي.

د شپږو وژل شویو کسانو خبره د پولیسو مشر سټارټ کنډي تائید کړې ده.

د لندن ښاروال صادق خان ویلي اور وژونکي توانیدلي پورته منزلونو ته ځان ورسوي خو تمرکز د قربانیانو لټون دی.

"ښه خبره دا ده چې اور وژونکي پاسنیو پوړونو ته رسیدلي دي. د ساختمان د برخې تخنیکران وايي ودانۍ خوندي ده. خو زموږ هدف د پېښې د پاتې قربانیانو لټون دی. البته دا به هم یقینې کوو چې هغوی ته چې کورونه یې سوځیدلي سرپناه برابره کړو. نېږدې ودانۍ هم زیانمنې شوي دي."

د لندن د بیړنیو حالاتو ادارې ویلي لږ تر لږه اویا تنه ټپیان شوي او د شلو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

اور سهار وختي د لندن په لویدیځ کې په ګرین فیل ټاور کې ولګېد چې دا لوړپوړیزه ودانۍ ټوله سوځولې ده.

عیني شاهدانو ویلي ځینو خلکو له کړکیو ځانونه ښکته اچولي دي.

XS
SM
MD
LG