د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۸ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۱۴

په بغلان کې د ماین چاودنې یو تن وواژه


په بغلان ولایت کې د ماین چاودنې یو تن وواژه او یو یې ټپي کړ. امنیتي چارواکي وایي چې دا چاودنه د بغلان د ولایتي شورا د پخواني وکیل علم جان مجاهد پر زامنو شوې ده چې د هغوی یو ساتونکي وژل شوی دی.

دا چاودنه د چهارشنبې ماسپښین د مرکزي بغلان د قند فابریکې په سیمه کې وشوه. په دې پېښه کې د بغلان د ولایتي شورا د پخواني وکیل زامن نه‎دي ژوبل شوي.

د بغلان د امنیه قومانداني ویاند ذبیح‎الله شجاع وویل چې ماین پر موټر نښلول شوی و.

XS
SM
MD
LG