د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۱۸

واشنګټن کې یوه وسله‎وال "اسکالېس" او درې تنه ټپیان کړل


د واشنګټن ډي سي په لمنو کې یوه وسله‎وال د امریکا د استازو د جرګې غړی او درې تنه نور ټپیان کړل.

وسله‎وال پرون هغه وخت د ویرجنیا په الکساندریا کې پر اسټیو اسکالېس ډزې وکړې چې ده له خپلو ملګرو سره د بېس بال تمرینات کول.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ په خپله وینا کې چې د تلویزیون له لارې خپرېده وویل:

"چارواکي د دغه جنایت تحقیقات کوي. برید کوونکی له اخېستو ټپونو مړ شوی. ایف بي ای د دې تحقیقاتو مشري کوي او موږ هڅه کوو چې نور معلومات ترلاسه کړو. "

پولیس وایي چې برید کوونکی جېمز هاجکینسن نومېږي. په درېیو ټپیانو کې دوه پولیس دي.

د ټولو ټپیانو روغتیایي حالت ښه دی.

XS
SM
MD
LG