د روسیې پولیسو څو تنه وروسته له هغه ونیول چې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه لسګونه کسانو مظاهره وکړه.
مظاهرې په داسې حال کې کېږي چې تمه وه نن د پارلمان وکیلان د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې د جوړو شویو ودانیو د ورانولو په لانجمنې طرحې وروستۍ او دریم ځل رایه اچونه وکړي.
مظاهره چیانو د دغې طرحې په خلاف د "شرم" شعار ورکاوه او پولیسو یو شمېر ونیول.
د دې طرحې له مخې په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو کې ۴۵۰۰ جوړې شوې ودانۍ نړول کېږي.